تخار؛ طالبانو یو قومي مشر وژلی، بیا یې سر ترې پرې کړی

comments 0

هندوکش ــ تخار: په تخار کې یوې محلي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي، طالبانو بېګاه د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې یو قومي مشر چې په جومات کې له لمونځ کولو وروسته کور ته روان و، له ځانه سره بیولی دی.
د سرچینې په وینا، طالبانو یاد قومي مشر لومړی وژلی او بیا یې سر هم ترې پرې کړی دی.
د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، یاد قومي مشر ملامنصور نومېږي او د تالقان ښار په چکاب سیمه کې وژل شوی دی.
نجیبه سروري

Comments