هندوکش – کابل: افغانستان کې د بهرنیو ځواکو پریکنده ماموریت چارواکي وایې چې تاکل شوې نن چهارشنبې جیمز مټیس افغان مشرتابه او افغان امنیتي چارواکو سره وګوري.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې جیمز مټیس هند ته په یوې دری ورځني سفر کې افغانستان کې د هندوستان هڅې ستایلي وو.
یاده دې وي چې د امریکا متحدو ایالتو د افغانستان لپاره د خپلې پالیسۍ اعلان پر مهال له هنده غوښتي وو، چې د افغانستان پرمختیا او بیا رغاونه کې باید پراخ رول ولوبوي.
هند په افغانستان کې د طالبانو دواکمنۍ له پرځېدا وروسته د دریو میلیارد ډالرو په ارزښت لويې او وړې پروژې عملي کړي, چې ډېری یې اوس بشپړې شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ
تاکل شوې نن د امریکا دفاع وزیر افغان ولسمشر سره وګوري

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.