تاکل شوې د ملګرو ملتونو یو لوړپوړې پلاوې افغانستان ته سفر وکړي

comments 0

هندوکش – امریکا: ملګرو ملتونو کې د قزاقستان سفیر ویلي چې له اوو کلونو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو هیئت لومړې ځل لپاره افغانستان ته ولاړ شي.
د خیرت عمروف په وینا، امنیت شورا پرېکړه کړې، چې د افغانستان اوضاع له نږدې وګوري او ددغه هېواد اړتیاوې و ارزوي.
د نوموړي په وینا، امنیت شورا د افغانستان د امنیت تر څنګ ددغه هېواد د ودې او پرمختګ په برخه کې هم سره یوه خوله ده.
هغه وویل چې ددغه لوړ پوړی هیئت سفر به د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره ګټور وي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت وروستي لاسته راوړنې په ملګړو ملتونو کې د نړۍ هیوادنو ستایلي او ویلي دي چې د افغان حکومت وروستي لاسته راوړنې د قدر وړ دي.
فکور نعیمي

Comments

Leave a Reply