تاشکند کې د افغان سولې په اړه خبرې کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: نن تاشکند د افغان سولې او د سیمې د باثباته کېدو د لویې غونډې کوربه دی.
امریکا، روسیه، بریټانیا، چین، عربي امارات، اروپايي ټولنه، جرمني، فرانسه، هند، پاکستان، ترکیه او ځینې نور هېوادونه به د دې ناستې ګډونوال وي او دوه ورځې به دوام وکړي.
د تاشکند په ناسته کې به په سوله، داعش، د افغانستان او پاکستان په موضوع او دغه راز د افغان حکومت او طالبانو مخامخ خبرو د زمینې برابریدو خبرې وشي.
طالبانو بیا تر اوسه د تاشکند ناستې په اړه خپل دریځ نه دی اعلان کړی، خو حکومت مخکې ویلي و چې طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون اجازه نه ورکوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments