تازه خبر: په کابل کې د نوم لیکنې مرکز ته څيرمه د شوي بريد کونکي په ایرانۍ لهجه خبرې کولې

comments 0

هندوکش ـ کابل: په کابل ښار کې د شپږمې ناحيي اړوند په ناظر کلا سیمه کې د نوم لیکنې يو مرکز ته څيرمه ترهګریز برید شوی دی.

په سیمه کې امنيتي سرچينې وايي چې په لیکه کې ولاړو خلکو غوښتل تذکرې واخلي چې بريد پرې شوی دی چې اوو تنه هیوادوال شهيدان شوي او پنځلس تنه نور ټپیان شوي دي.

په سیمه کې يوې سرچينې هندوکش خبري آژانس ته وويل چې بريدګر په ایرانۍ لهجه خبرې کولې او مخکې تر دې چې مرکز ته د ننه شي پولیسو پيژندلی وو او د دریدو له غږ سره سم يي ځان ته چاودنه ورکړې.

په پيښه کې يو شمېر ملکي وګړي شهيدان او ټپيان شوي دي او سيمې ته د ژِغورنې او امنيتي ټيمونو خاصې ډلې رسيدلي دي.

بلخوا د سيمې اوسیدونکي هم وايي چې په ليکه کې ولاړ کس په ایرانۍ لهجه خبرې کولې.

يو تن حسین علي چې ټپي شوی وو وايي:« مشکوک کس زما تر شاه ولاړ وو خو په صف کې مخکې کيده، همدا مخکې کيدل يي مشکوک راته معلوم شول په تلو تلو کې د لیکې سر ته ورسيد خو پولیسو مخکې څارلی وو او چې د خلکو له منځه ووت پولیسو پرې د دریدو غږ وکړ او چاودنه وشوه.»

امنيتي مسولین  وايي چې پاکستان او ایران په ګډه په افغانستان کې د ټاکنو د سبوتاژ په پار هم يو شمېر ترهګرې ډلې په کرايه اخیستي دي او غواړي د مرکزي حکومت له لوري پيل شوې پروسه له هرې شونې لارې سبوتاژ کړي.

تر دې مخکې هم ایراني او پاکستاني طالبانو په سويل او لويديځ کې پر بندونو او پراختيايي پروژو باندې بريدونه کړي وو او څو ځلې له دوی سره ايرانۍ او پاکستانۍ وسلې هم نيول شوې وې.

ایران چې په ډير مهارت په افغانستان کې د مذهبي او نژادي تفرقې په لړ کې هڅه کوي خپل مغرضانه سياستونه پلي کړي تل د ورته بريدونو په کولو سره غواړي د نژاد او مذهب په نوم د افغان ولس په منځ کې کرکې ډيرې کړي.

تر دې مخکې هم په څو مشکوکو بریدونو کې ایران لاس لاره چې ځينې اسناد او جاسوسان يي هم په هرات، فراه او نيمروز کې نيول شوي دي.

بلخوا کابل ښاريان ددې بريد د غندلو تر څنګ وايي چې ولس باید د دښمنو ګاونډيو مغرضانه کړنو ته متوجې وي او داسې څه ونکړي چې ددې وطن په زيان او ایران يا پاکستان په ګټه وي.

د سيمې سره نيږدې حاجي چمن شاه چې هټۍ لري وايي:« زموږ دښمنان ډير دي، دښمن مو په قوم، سمت، نژاد، مذهب او ډيرو نورو برخو ويشي د دوی موخه داده څو دا وطن يا ټوټې ټوټې شي او يا د ملتونو د ټوټه کيدو په لړ کې خپلې موخې وڅاري هیله مې داده چې د داسې وحشت تر کيدو وروسته موږ له فکر څخه کار واخلو.»

نوموړی زياتوي چې په دې سیمه کې هر مغرضانه خوځښت خلک څاري او بريدګر مخکې له مخکې پيژندل شوی وو او که چیرته يي د خلکو په لیکو يا مرکز کې د ننه چاودنه کړې وی شونې ده تلفات ډير شوي وی.

په کابل کې د شوي بريد مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی او نه د تلفاتو د کره شمېر په اړه څه ويل شوي دي خو په سیمه کې د هندوکش همکاره سپوږمۍ پوپلزۍ چې سيمې ته رسيدلې وايي يو شمېر هیوادوال ټپيان شوي دي خو دوی هڅه کوي کره جزييات تر لاسه کړي.

نور بیا………………..

Comments