تازه خبر: په پکتيا کې د ځدراڼو قوم پر ولسي غونډه د طالبانو راکټي بريد

comments 0

هندوکش ـ ګرديز: په پکتيا کې ځايي خلک وايي چې نن د پکتيا په ګرده څيړۍ کې د سولې په پار د ځدراڼو قوم پر يوه پراخه ولسي ناسته باندې طالب ترهګرو راکټی برید کړی دی.

د سیمې خلکو له هندوکش سره په خبرو کې ويلي دي چې غونډې ته يي يوازې د ځدراڼو قومي مخور رابللي وو او هيڅ حکومتي چارواکی پکې نه وو خو طالبانو بیا هم له ولس سره د تیرې دښمنۍ په لړ کې پر دوی راکټي بريد وکړ.

د سيمې خلک وايي چې راکټونه له سيمې لرې لګيدلي دي او ولسونو ته پکې هيڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د پاکستان مدافع طالبان دا دوهم ځل دی چې پر مطلق ولسي ناستو باندې بريدونه کوي تر دې مخکې يي په پکتيکا کې د برمل ولسوالۍ په لمنه بازار کې هم د کوزو او برو پښتنو د يو والي پر ېوې غونډې بريد کړی وو چې څلور  تنه پکې ټپيان شوي وو.

ياده دې وي چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله د طالبانو وحشتونه تر ډيره پر ولسي موخو باندې متمرکز دي ځکه دوی ته د سرچينو په خبره د پاکستان استخباراتي ادارې امر کړی دی چې ولسي انسجام دې له منځه يوسي، د روڼ اندو ترور چار باید تیز کړي او هيڅ قوم ته دې اجازه نه ورکوي چې د طالبانو د اصلي څيرې د بربنډه ولو هڅه وکړي.

د ځدراڼو قومي مشران خبرداری ورکوي چې دوی ته خپل دښمن او د راکټونو توغونکي معلوم دي او ډير ژر به يي پر ضد مطلق قومي ګام پورته کړي او اجازه به هم ورنکړي چې څو تنه چې په افغان وژنه کې يي ګټې دي د ولس د هوساينې او سوکالۍ د روان تیز بهیر مخه ونیسي.

دوی خبرداری ورکوي چې طالبان د پاکستان، ایران او روسي لاسپوڅي دي او په ورته بريدونو به نه يوازې د ولس مخه ونشي نيولی بلکه دوی به يي ډير ژر پر ضد د قومي پريکړې اعلان وکړي.

Comments