تازه خبر: په ميوند ولسوالۍ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

هندوکش ـ کندهار: د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې نن د دريو بجو په شااوخوا کې طالب ترهګرو پر امنیتي پوستو بريد کړی چې درنه مرګ ژوبله ورته اوښتي.

په سیمه کې امنيتي مسولینو هندوکش خبري آژانس ته ويلي دي چې طالبانو پر امنيتي پوستو برید کړی وو خو سيمې ته د صفر يو قطعې له رسيدو سره سم طالبان مات شوي دي.

نوموړې سرچينه وايي چې له ځمکې او هوا پر طالبانو پيل شوي بريدونه ډير ګټور وو او طالبان له درنې مرګ ژوبلې وروسته تښتيدلي دي.

ويل کيږي په دې نښته کې د ډيرو وژل شویو طالبانو مړي هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

امنيتي مسولين وايي  چې له مرکز کندهار څخه کمکي ځواکونه هم سيمې ته رسيدلي دي.

ويل کيږي طالبانو دا بریدونه ددې لپاره پيل کړي وو څو په بندتيمور کې تر بايللې روحيي وروسته خپلو  ماتې خوړلو پلويانو ته روحيه ورکړي چې دا ځلې هم مات شوي دي.

د طالب وسله والو د مرګ ژوبلې د کره شمېرې لپاره به نور جزييات ددې راپور په دوام نشر شي

له هندوکش ډاټ کام سره پاتې شی.

Comments

Leave a Reply