تازه خبر: په فراه کې له څلورو خواوو کلابند شوي طالبان د تيښتې هڅه کوي

comments 0

هندوکش ـ فراه: په فراه کې امنيتي مسولین وايي چې له څلوور خواوو مخامخ، د شاه لخوا او د هوا له لارې د ښار ځينو سیمو ته پر داخل شویو طالب ترهګرو باندې بریدونه پيل شوي دي.

د فراه يوې امنيتي سرچينې هندوکش ته وويل:« د پوليسو ۴۴۴ قطعات همدا شيبه په څلورمه حوزه کې دښمن کلابند کړی دی او اجازه به ورنکړي چې حتی یو تن يي هم له سيمې ژوندي و وزي، د کمانډو نهم کنډک هم د شيوان په استقامت مخکې تګ کوي او په تښيته دښمن به پرې نه ږدي چې ژوندي و وزي، د ملي امنيت خاص قطعات بیا د فراه رود په مسير کې د مخکې تګ په حال کې دي او د کمانډو شپږم کنډک همدا شيبه د فریدون کلا تصفیه کوي او کور په کور د تښتيدلي او ماتې خوړلي دښمن څارنه روانه ده.»

دوی زياتوي چې په سیمه کې وضعيت بدل شوی دی او ډير ژر به په فراه کې هغه سيمې چې دښمن نيولې وي تصفیه او د دوی له شتون څخه د تل لپاره پاکې کړي.

بلخوا له هرات او کندهار څخه فراه ته رسيدلي ځواکونه هم د ښار په څلورو خواوو کې دښمن ته په کمين کې دي چې د تيښتې پر مهال يي له منځه يوسي او يا يي ژوندي ونيسي.

د فراه د ځينو سیمو اوسیدونکي هم وايي چې د دې ولايت د مرکز ډيرې سيمې پاکې شوي دي او تقريبا حالت عادي شوی دی.

بلخوا د زړې فرقې په استقامت هم د ماينونو شنډل چار پیل شوی دی چې تر اوسه نولس ماینونه خنثی شوي دي او د ملی اردو سرتیري د مخکې تګ په حال کې دي.

نور بیا………….

 

Comments