هندوکش ـ فراه: په فراه کې د افغان ځواکونو په موخه ایزو عملیاتو کې د ديرش طالبانو د وژل کيدو خبره شوې.
ياد عملیات چې د فراه په بالابلوک ولسوالۍ د کنسک په سیمه کې شوي دي په لړ کې يي ديرش طالبان وژل شوي دي.
په سیمه کې يوې امنيتي سرچينې هندوکش ته وويل چې په دې عملیاتو کې چې د هوايي ځواکونواو توپچي هغو له لوري ترسره شوي دي د دښمن د وژل شویو کسانو د پنځو تنو مړي هم په سیمه کې ترې پاتې شوي دي.
په يادو عملیاتو کې د طالبانو د دولس عرادې موټرو تر څنګ يوه زیاته اندازه وسلې او مهمات هم ويل کيږي چې له منځه وړل شوي دي.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو د مطبوعاتو برخې هم له هندوکش خبري سر چينې سره په خبرو کې ويلي دي چې د دوی منسوبین به موخه ایزو عملیاتو ته نور هم زور ورکړي او دښمن ته به په فراه کې د نفس اخيستو موکه ورنکړي.
ویل کيږي په ياده سیمه کې پيل شوي عملیات لاهم روان دي.
وحيدالله ـ پوپلزی ـ فراه
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.