تازه خبر: په غزني کې په جومات کې پر طالبانو خپل چاوديدونکي توکي چاوديدلي

comments 0

هندوکش ـ غزني: په غزني ښار کې د طالبانو پر يوې ناستې هغه توکي چې دوی پر نورو برید ته تيار کړي وو چاوديدلي دي.

پيښه د غزني ښار په څنډو کې په يو جومات کې شوې چې پکې لس تنه طالب ترهګر وژل شوي او اوو تنه نور چې مهم کسان يي هم پکې دي مرګوني ټپيآن شوي دي.

د غزني ځايي خلک هم په جومات کې چاودنه مني او وايي چې له تیرو دوو ورځو را هيسې کلیوال دې جومات  ته نه پريښودل کيدل.

ياده دې وي چې طالبان تل مساجد او د ملکي وګړو کورونه د انساني سپر او له ځانه د دفاع په خاطر کاروي.

په غزني کې اوس اوس چاڼيز عملیات هم پيل شوي دي او کمکي ځواکونه هم ددې ولايت په مرکز کې ميشت شوي دي.

Comments