تازه خبر: په غزني کې د طالبانو مهم زندان مات شوی

comments 0

هندوکش ـ غزني: د غزني په آب بند ولسوالۍ کې ملي پوځ د طالبانو پر يو زندان چاپه وهلې چې په لړ کې يي ۳۸ بې ګناه هیوادوال د طالبانو له زندانه ژوندي ژغورل شوي دي.
دفاع وزارت وايي چې عملیات يي په غټ کلي کې کړي دي او په دې عملیاتو کې نهه ترهګر وژل شوي او اته تنه مشکوک کسان يي ژوندي نيولي دي.
دفاع وزارت زیاتوي چې په عملیاتو کې دوه زندانونه، يو له چاودیدونکو ډک موټر، د وسلو يو غټ زیرمتون او څو میله سپکې او درنې وسلې له منځه وړل شوي دي او زندانيان هم مرکز ته را انتقال شوي دي.
ياده دې وي چې دا لومړی وار نه دی چې د طالبانو زندان ماتيږي بلکه ملي پوځ تر دې مخکې هم په ګڼو ولايتونو کې د طالبانو زندانونه مات کړي وو.
شاه رسول غزنوی

Comments