تازه خبر: په جوزجان کې لسګونو مهم داعشيان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش ـ شبرغان: په جوزجان کې د ملي پوځ په موخه ایزو هوايي بريدونو او شپنیو چاپو کې شپيتو داعشي ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په شمال کې د ملي پوځ د رسنیو مسولینو له هندوکش نیوز سره په خبرو کې ويلي دي چې په وژل شویو کې دوه بهرني ترهګر او پنځه داعشي مسولین شامل دي.

د امنيتي سرچينو په خبره په هوايي بريدونو کې چې د درزاب په کوتل اوستي او آق کمر سیمو کې شوي دي ۲۶ داعشي تکفیریان هلاک شوي او شل تنه نور يي مرګوني ټپيان شوي دي.

د سرچينې په خبره:« په وژل شویو کې د داعش د شمال زون د رئيس قاري حکمت د مرستيال قاری شجاع په ګډ‌ون صحبت الله،داملاحکيم،رئيس غني او آغارحيم د استخباراتو د مسول په ګډون وژل شوي دي.»

د دوی په خبره قاري شجاع چې په درزاب کې په وروستیو وحشتونو کې ښکيل وو تر کره اطلاعاتو وروسته په نښه شوی دی او د دوی مهمه هسته په بشپړ ډول له منځه وړل شوې ده.

ياده دې وي چې داعش ډلې په افغانستان کې د خپل شتون تر اعلان وروسته تل ملکي وګړي په نښه کړي دي او په ختيځ، مرکزي سيمو او شمال کې يي د وحشتونو له امله زرګونو ملکي وګړي اغیزمن شوي دي.

داعشي تکفيريان چې د اسلامي خلافت دعوه لري په ننګرهار کې يي د وحشتونو تر څنګ زرګونو کورنۍ له خپلو مېنو بيځايه کړي دي او په شمال کې يي په څو سیمو کې لسګونو ښونځي تړلي دي او په ځينو سیمو کې يي ډله ايزې وژنې او وحشتونه هم کړي دي.

ياده دې وي چې په ترسره شویو عملياتو کې ملکي وګړو او افغان سرتیرو ته هيڅ ډول تلفات نه دي اوښتي.

Comments

Leave a Reply