تازه خبر: د طالبانو په راکټي بريد کې د يوې کورنۍ اته غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

14 Views

هندوکش ـ ننګرهار: په ننګرهار کې د طالبانو په يو توغنديز بريد کې د يوې کورنۍ پنځه غړي شهيدان شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په خوایزې سیمه کې تېره شپه د وسله والو طالبانو له لورې د ملکي وګړو په کورونو د هاوان درې مرمۍ توغول شوي،چې په ترڅ کې د درې میرمنو په ګډون ۵ ملکي وګړي شهیدان شوي او د دوو میرمنو په ګډون درې نور ټپیان شوي دي.

د یادې پېښې د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی .

د ننګرهار ځايي مسولینو هم تاييد کړې چې په ګوشته کې پر يوکور د طالبانو توغندی لګیدلی  دی.

په وران کال کې د طالبانو له لوري د پيل شویو عملیاتو ډير تمرکز پر ملکی وګړو دی.

باید وویل شي چې تر دې دمه طالب ترهګرو د شوي وحشت په تړاو څه نه دي ويلي.

Share this page to Telegram

Comments