تازه خبر: آزاد خبریال عبدالمنان ارغند طالبانو په شهادت ورساوو

comments 0

6 Views

هندوکش ـ کندهار: په کندهار آزادخبريال عبدالمنان ارغند چې د کابل نيوز په نوم ټلویزيون ته يي هم کار کاوو نن سهار د طالبانو په يو بريد کې په شهادت ورسيد.

ارغند تر بريدمخکې له يو شمېر رسنیو او دوستانو سره په خبروکې ويلي وو چې طالبان يي د رسنيز کار پر وړاندې خنډ دي او تل يي ګواښي.

نوموړی چې په کندهار کې وتلی خبريال وو تر ډيره به يي پر امنیتي برخه باندې راپورونه جوړول او په عملیاتي سیمو کې د نوموړي له لوري خپريدونکي حقايق طالبانو ته د منلو وړ نه وو.

د کندهار خبريالانو هم د  ارغند شهادت تاييد کړی دی.

بلخوا د کندهار د روغتيا مسولين وايي چې ارغند پر سر لګيدلی وو چې روغتون ته له رسیدو سره سم يي د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

ياده دې وي چې بريدګر له سیمې تښتيدلي دي.

باید وويل شي چې طالبان له هرې شونې لارې په ګټه اخیستو هڅه کوي چې په ولايتونو او لويو ښارونو کې روڼ اندي ځوانان او خبريالان په نښه کړي.

د هندوکش خبري آژانس هم پر ارغند بريد د بیان پر آزادۍ بريد بولي او شوی بريد نه يوازې وحشت بولي بلکه په کلکو ټکو يي غندي.

بې دفاع خبريالان چې نه وسله لري او نه له هيڅ لوري سره عاطفي يا سياسي تړاو ښکیل لوري دې د بیان د ازادۍ د غږ د چوپیدا هڅه نه کوي بلکه اجازه دې ورکړې چې رسنۍ له افراطي او ترهګريز هیاهوی پرته ولس ته اطلاع رسونه وکړي.

Share this page to Telegram

Comments