تازه خبر:په هلمند کې د هوا د خرابتيا له امله د ملي ځواکونو د هليکوپترې بيړنۍ ناسته کړې

comments 0

هندوکش ـ لښکرګاه: په هلمند کې د ملي ځواکونو يوې يوې ام ولس ډوله هلیکوپترې بيړنۍ ناسته کړې چې پکې سپاره سرتیري او عمله يي د کمکي بلې هليکوپترې له لوري ژوندي ژغورل شوي دي.

په سیمه کې ځايي خلکو له هندوکش سره په خبرو کې وويل چې پيښه پرون شپه ناوخته شوې او په سیمه کې د بلې هلیکوپترې تر ناستې وروسته د زیانمنې شوې هليکوپترې پاتې شوني هم له منځه وړل شوي دي او سرتيري ژغورل شوي دي.

يوې امنيتي سرچينې هم د نوم نه ښودلو په شرط تاييد کړې چي په نهرسراج کې د ملي پوځ يوې هليکوپترې بيړنۍ ناسته کړې خو سرتیري ژغورل شوي دي.

باید وویل شي چې ددې هيلوپترې د بیړنۍ ناستې لامل تخنیکي ستونزې او په هیواد کې د هوا د وضعيت خرابوالی ښودل شوی دی.

باید وویل شي چې پرون په کابل او ډيرو لويو ښارونو کې له تیز باد سره سخت بارانونه هم وریدلي وو چې له امله يي په ځينو سیمو کې د ملي ځواکونو هوايي عملیات له ستونزو سره مخ شوي وو.

باید وویل شي چې ياده هليکوپتره د ځايي مسولینو په خبره د دښمن له لوري نه ده ويشتل شوې.

 

Comments