تازه خبر:په دشت ارچي کې په هوايي بريد کې د کوټې شورا مهم غړی هم وژل شوی

comments 0

هندوکش ـ کندز: په کندز کې د دشت ارچي په ولسوالۍ کې افغان ځواکونو موخه ایز هوايي بريد کړی دی.

په دې بريد کې پنځلس طالب ترهګر او د نيږدې دریو ولايتونو مسولين را ټول شوي وو چې په نښه شوي دي.

طالبانو ته نيږدې سرچينې وايي چې په وژل شویو پنځلس تنو کې د کوټې شورا مهم غړی ملابریال هم شامل دی.

د رسنیو راپور سره سم ملابریال اوس اوس له پاکستان څخه کندز ته را ستون شوی وو چې په نښه شوی دی.

ملابریال غوښتل په دې غونډه کې تاجکستاني، ازبکستاني ترهګر او افغان طالبان په ګډه د افغان دولت پر ضد جګړې ته وهڅوي.

طالبانو ځينو رسنیو ته ويلي دي چې بريد د دستاربندۍ پر مراسمو شوی دی خو د سيمې خلک دا خبرې تبلیغات بولي.

د کندز ځايي مسولين هم مني چې په هوايي بريد کې پنځلس مهم طالب قومندانان د ملا بريال په ګډون وژل شوي دي.

ملابریال چې د آی اس آی لپاره باوري کس وو د کندز د وژل شوي والي ملاسلام په وخت کې د نظامي برخې مسول او په شمال کې د طالبانو یوه مهمه مهره وه.

په دې اړه کره جزييات وروسته له هندوکش ټکی کام سره پاتې شی.

Comments