تازه خبر:ملي امنيت رياست په کابل کې د يوې بلې خونړۍ پیښې مخه ونيوه

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: د ملي امنيت لوی رياست په کابل کې يو وار بیا د طالبانو د يو خونړي بريد مخه ونيوله.

له چاوديدونکو توکو ډک سراچه موټر او دوه تنه د ملي امنيت رياست  ځانګړې قطعې په سروبي ک نيولي دی.

ويل کيږي دې بريدګرو غوښتل پر امنيتي ادارو، له ګڼې ګوڼې پر ډکو ځايونو او  پوځي کاروانونو باندې بريد وکړي.

ويل کيږي ددې بريد پلان په پيښور کې جوړ شوی وو او مسولیت يي د طالبانو د کاپيسا خپل سري والي قاري بريال ته سپارل شوی وو.

د خبرپاڼې له مخې:« نيول شوي دوه تنه د  سميع الله او مخلص نوميږي چې مستعار نومونه يي واحدالله او صدام وو چې د بريد امر ورته د طالبانو قومندان حکيم الله کړی وو او دوی ته يي د پروان پليټ لرونکی سراچه موټر هم ورکړی وو.»

د ملي امنيت رياست د خبرپاڼې پر بنسټ دې کسانو په څو خونړيو بريدونو کې چې د سره رود د سیمه ایزو پولیسو پر پوستو بريدونو،په خوګياڼيو کې د کمين او  سره رود د باغ بالا د پوليسو پر پوستو يي هم بريدونه کړي وو.

ياده دې وي چې طالبانو غوښتل ددې کسانو پر مټ د خونړيو بريدونو په کولو سره په خپلو لیکو کې د روحيه بايللو ترهګرو روحيه پياوړي کړي او هم د نظامي کمیسيون وروستۍ څيړنې يو ډول نه يو ډول پاکستان ته مهمې ثابتې کړي.

سپوږمۍ  پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply