تازه خبر:د حقاني شبکې د يو مهم غړي د وژل کيدو خبر تاييد شو

comments 0

هندوکش ـ کرمه ايجنسۍ: د طالبانو د مشر ملاعمر د وژل کيدو په شان ددوی د ډيرو مشرانو وژل کيد پټ پاتې کيږي چې د حقاني شبکې د ترهګریزو بریدونو  د چارسمبالي او مسول وژل کيدل هم نيږدې يو کال پټ پاتې شوي وو.

اوس اوس د حقاني شبکې يوې معتبرې سرچينې تاييد کړې چې په قاري ذاکر مشهور مولوي عبدالروف ذاکر آکا د ۲۰۱۷ کال په اکټوبر مياشت کې وژل شوی دی.

 د حقاني شبکې د ترهګرو مسول عبدالروف ذاکر آکا چې په قاري ذاکر مشهور وو د کورمې ايجنسۍ په يوه غرنۍ سیمه کې امریکايي الوتکو په نښه کړی او وژلی يي دی.

پاکستان کې حقاني شبکې ته نيږدې سرچينو ويلي دي چې بريد په غوزګوريو سیمه کې شوی دی.

حقاني شبکې پوره يو کال د نوموړي وژل کيدل پټ کړي وو ځکه ويل کيږي قاري ذاکر آی اس او د دې شبکې د ام ای برخې مهم کس وو چې په افغانستان کې په ډیرو وحشتونو کې ښکيل وو.

ويل کيږی ددې کس پر سر پنځه ميليونه ډالره جايزيه هم ټاکل شوې وه.

د نوموړي د وژل کيدو په تړاو طالبانو په رسمي ډول څه نه دي ويلي ځکه طالبان تل د خپلو مشرانو تر وژل کيدو وروسته يي له مبهمو نومونو او پيغامونو په استفادې پلويانو او جګړه مارو کسانو ته روحيه ورکوي.

مولوي ذاکر د پاکستان د استخباراتي ادارې اجنټ وو او تل به يي د آی اس آی په دفترونو کې د افغانستان د ورانولو پلانونه جوړول.

Comments