تازه جزیات؛ هلمند کې د وژل شویو طالبانو شمېر له ۲ سوو هم اوښتی

comments 0

هندوکش ـ هلمند: د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، د لښکرګاه په جګړه کې وسلوالو طالبانو ته د اووښتو تلفاتو په تړاو د دوی تازه مالومات ښيي چې د تازه دمو سرتېرو په ورسېدو سره دغلته د دې ډلې تلفات نور هم زيات شوي دي.
نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، که څه هم پرون د وړمې ورځې په پرتله جګړه کمه وه خو په خبره يې د لښکرګاه په اړوندو سيمو کې د افغان ځواکونو چاڼيزو عملياتو پرمهال هم وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړی زياتوي، چې د تلفاتو په اړه کره ارقام په لاس نه لري خو په خبره يې د کشفي مالوماتو له مخې د لښکرګاه په جګړه کې له ۲سوو ډېر وسلوال طالبان وژل شوي دي.
«د هلمند امنیتي وضیعت ټول د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې دی او د نویو تازه دمو سرتېرو په راتګ سره مو طالبانو ته درانه تلفات اړولي دي چې شاوخوا ۲۰۰ تنه یې د جګړې په ډګر کې وژل شوي.»
وسلوالو طالبانو د يکشنبې په ورځ د هلمند مرکز لښکرګاه ښار څلورمې امنيتي حوزې پر اړوندو سيمو بريد وکړ خو د امنيتي ځواکونو په مقامت او د تازه دمو سرتېرو په رسېدو سره د يادې ډلې دغه بريد په شا وتمبول شو.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم دغه بريد د امريکا او طالبانو ترمنځ د قطر هوکړې خلاف عمل بللی او زياته کړې يې ده چې له همدې کبله يې په لښکرګاه کې د جګړې پرمهال پر وسلوالو طالبانو هوايي بريدونه هم کړي دي.
عبدالله اڅکزی

Comments