تادین خان: د طالبانو لخوا د خوشي شویو کسانو په ډله کې له یو پولیس پرته ټول ملکي کسان دي

comments 0

هندوکش ــ کندهار: د کندهار امنیه قوماندان ویلي، د طالبانو له لخوا د افغان امنیتي ځواکونو په نوم خوشي شوي کسان ټول ملکي وګړي دي او نظامیان پکې نشته. تورنجنرال تادین خان ویلي، د شلو کسانو له ‌‌‌‌‌‌ډلې یوازې یوه یې په ۱۳۹۸ کال کې د پولیسو په لیکو کې دنده درلوده، خو وروسته یې پرې ایښې وه.
طالبانو یکشنبه شل تنه بندیان، چې دوی د افغان پوځ سرتېري بللي وو، کندهار کې د سره صلیب نړیوالې ادارې ته سپارلي وو.
یادې ادارې دا کسان تېره شپه د کندهار والي دفتر ته وسپارل. افغانستان کې د سره صلیب ادارې مشر هم په خپل ټویټ کې دا کسان د افغان امنیتي ځواکونو سرتېري بللي وو.
خو د کندهار د امنیې قومندان تادین خان وایي، د دوی د جلب او جذب څانګې په دې اړه پلټنې کړې دي ا خوشي شویو کسانو کې پوخیان نشته، بلکې ټول عادي ولسي وګړي دي.
یاده دې وي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا څه موده وړاندې ویلي وو، طالبانو د عامو وګړو په نیولو لاس پورې کړی او غواړي دا کسان د افغان حکومت د بندیانو په نامه تبادله کړي.
عبدالله اڅکزی

Comments