تاجکستان له افغانستان سره پوله تړلې

comments 0

هندوکش – تاجکستان: د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې تاجکستان د څلورو ورځو را پدېخوا شیرخان بندر سره نښلونکې لاره تړلې ده چې د افغانستان او تاجکستان اقتصادي بازارونو ته یې زیان اړولی دی.
د راپورونو پر بنسټ دغه لاره د تاجکستاني چارواکو لخوا تړل شوې او تر اوسه یې د تړلو کوم دلیل رسنیو ته نه دی ویلی.
ویل کيږي لس ورځې کېږي چې د دغې لارې په ګډون څلور نورې لارې هم د تاجکستان سره تړل شوي دي.
تر دې وړاندې هم تاجکستان څو ځلې خپله پوله له افغانستان سره تړلې وه او لامل یې د وسله والو ګواښونه ویل شوي وو.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply