بې غوره مسوولین له دندو ګوښه کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: کورنیو چارو وزارت خپل لومړۍ درجه خو بې غوره مسؤلین له دندو لرې کوي.
کورنیو چارو وزارت خپلو ټولو لومړۍ درجه مسؤلینو ته خبرداری ورکړی چې که دندې یې په سمه توګه اجرا نه کړې، له دندو به ګوښه شي.
دغه وزارت ویلي، هغه مسؤلین چې په سمه توګه او د خلکو د غوښتنې سره سم قاطع چلند و نه کړي او د خلکو شکایتونو ته رسیدنه و نه کړي او یا په خپل کار کې غفلت او ځنډ رامنځته کړي، له قانوني چلند سره به مخ او له دندې به ګوښه شي.
دا ځکه چې خلک پر پولیسو او په ځانګړې توګه د حوزو پر امرینو نیوکې کوي چې د ستونزې د حل لپاره په خپل وخت اقدام نه کوي او تر ډیره یې سترګې د خلکو جېبونو ته وي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments