بیل ګیټس پر طالبانو تور پورې کړ

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکايي رسنیو په حواله د نړې تر ټولو شتمن کس او د پولیو واکسینو ستر مالي ملاتړی بېل ګېټس ویلي چې، دوی هڅه کوي په ټوله نړۍ کې د پولیو پېښې صفر ته را ښکته کړي، خو په افغانستان او پاکستان کې لا هم ددغه خطرناکې ناروغۍ رېښې شته دي.

دده په خبره طالبان ددغه واکسینو د تطبیق په لار کې تر ټولو ستر خنډ دی او ددوی کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي چې د پولیو ضد واکسین په کلیو او بانډو کې وګرځوي.

هغه دا نه ده په ډاګه کړې چې په دقیقه توګه په کومو برخو کې دغه واکسین ته اجازه نه ورکول کېږي، خو وایي طالبان د پولیو ناروغۍ پر ضد هېڅ تګلاره نه لري، چېرته یې چې زړه وي اجازه ورکوي او چېرته یې چې خوښه نه وي د پولیو واکسینوونکو مخه نیسي.

هغه هیله څرګنده کړې چې وکړی شي په راتلونکو کلونو کې دغه ناروغي صفر ته راښکته شي. پولیو تر ډېره د افغانستان په جنوب لودیځو ولایتونو کې لا هم موجوده ده او ماشومان فلجوي.

فکور نعیمي

Comments