بیداره پولیس وستایل شول

comments 0

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو وزیر په یوه غونډه کې هغه پولیس وستایل چې په تېرو څو میاشتو کې یې له درنو جرمونو مخنیوی کړی و او په بیلابیلو برخو کې یې لاسته راوړنې درلودې.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په همدې تړاو جوړې شوې غونډې کې زیاته کړه ( د انسان تښتونکو له منګلو د څو تنو ازادول او د انسان تښتوونکو د څو ډلو نیول د کابل د پولیسو مهمه لاسته راوړنه وه چې وستایل شول)
برمک وویل چې پولیس توانیدلي چې د څو لویو بریدونو مخنیوی وکړي او د زیاتو خلکو ژوند وژغوري.
د کورنیو چارو وزیر ډاډ ښودلی چې ټول هغه پولیس به وستایي چې په بیلابیلو برخو کې لاسته راوړنې لري او ټول هغه پولیس به مجازات شي، چې په دندو کې بې غوري کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply