بیجنګ، د کابل او اسلام اباد اړیکې پراخوي

comments 0

هندوکش – چین: چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پراخېدو ته تمه لري.
د چین د بهرنیو چارو وزارت، افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د راتګ هرکلی کړی او تمه یې ښودلې چې دغه لیدنه به د داوړو خواوو اړیکې پراخه کړي.
چین همداراز ویلي، د پاکستان او افغانستان د عمل پلان له هوکړې ملاتړ کوي او تمه لري چې دغه هوکړه به پلې شي.
چین له افغان او پاکستاني چارواکو سره په درې اړخیزو اړیکو له نږدې خبرې کوي او د بهرنیو چارو وزیرانو دویمې ناستې لپاره هم تیاری نیسي.
ویل کېږي چې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته به روان کال په کابل کې ترسره شي.
محمد حنیف بیدار

Comments