بګ بش سیالیو کی د محمد نبي اړوند ملبورن تیم دوهمه لوبه وګتله

comments 0

هندوکش – آسترالیا: آسترالیا کې د روان بګ سیالیو په شپږمۍ لوبې کې د محمدنبي عیسی خېل اړوند میلبورن رینګیډز لوبډلې د بریسبین هیټ لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه او په دې سیالیو کې یې خپله دویمه لوبه هم وګټله.
لوبه چې لومړې بریسبین هیټ لودلې لخوا پیله شوې وه شلو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په زیان میلبورن لوبډلې ته د ۱۳۳ منډو هدف ورکړ.
دا میلبورن لوبډلې وه چې یاد هدف یې ۱۸،۴ اورونو کې د درې لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د ۷ ویکټو په شتون وګټله.
نبي عیسی خېل په دوه اورونو کې کمې ۱۴ منډې ورکړې خو کومه ویکټه یې وانه خیسته.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د راشد خان اړونده تیم هم لوبه ګتلې وه او راشد خان د لوبې ښه لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړې وه.
آرش احساس

Comments

Leave a Reply