بګرام کې پر بهرنیو ځواکونو موتر بم برید شوی

comments 0

هندوکش – پروان: په شمال کې د امریکایي پوځیانو ترټولو ستړ پوځي اډې (بګرام) موتر بم برید شوې.
دا برید تیره ورځ بګرام هوایې آدې مخته ترسره شوې وو.
وحید شهکار د پروان ولایت ویاند رسنیو ته ویلي، يوه بريدگر له چاودېدونکو توکو ډک موټر په واسطه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان برید کړی دی.
نوموړي زیاته کړه،برید د بگرام پوځي اډې مخته شوی او په دغه بريد د بهرنيو ځواکونو ټانکونو ته زيان اوښتی، خو د مرگ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.
په دې اړه بیا بګرام هوایي دګر کې میشت بهرنیو ځواکونو تر اوسه څه نه دي ويلي.
خو وسله والو طالبانو ددغه برید پړه په غاړه اخیستې ده.
عبید رادپور

Comments

Leave a Reply