بښنې سازمان: ځینې هېوادونه د جګړې اور ته لمن وهي

comments 0

هندوکش – کابل : ډيری هېوادونه اوس هم په نړۍ کې د جګړې د زیاتوالي هڅه کوي او د وسلو د سوداګرۍ له تړون سرغړونه کوي.
د بښنې نړیوال سازمان د دغې اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، د نړۍ ځینې هېوادونه د بشري حقونو سرغړونکو ته وسلې ورکوي.
د بښنې نړیوال سازمان څېړونکو له دې ډلې امریکا او اروپايي ټولنې ته اشاره کړې او زیاته کړې یې ده چې له اسراییلو ته وسلې ورکوي چې وروسته یې اسراییل د فلسطینیانو په وژلو کې کاروي.
د یاد سازمان په وینا د اسراییلو د پوځ لخوا په وروستیو لاریونونو کې ۱۴۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
بښنې نړیوال سازمان همداراز ویلي، د سعودي عربستان په مشرۍ عربي ایتلاف له بریتانیا، فرانسې او امریکا وسلې تر لاسه کوي چې په یمن کې د ملکي وګړو د وژل کېدو لامل کیږي.
سپوژمی پوپلزی

Comments