بټي کوټ کې پر طالبان برید شوی

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، بټي کوټ ولسوالۍ اړونده سیمه کې د طالبانو پر یوې ډلې بې پیلوټه الوتکې برید کړی چې پنځه طالبان پکې وژل شوي دي.
د ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې برید د انبارخانې په سیمه کې نن سهار یوولس بجې د طالبانو پر یوې مهمې ډلې شوی دی.
د معلوماتو له مخې په دغه بريد کې د وسله والو طالبانو يو شمېر وسلې هم لمنځه وړل شوي.
وژل شوې ډلې کسان به وخت ناوخت د جلال اباد ـ تورخم لوی لارې ته راوتل او مسافر به یې له موټرو ښکته کول چې یا به یې د پيسو په بدل کې خوشې کول او بیا به یې وژل.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply