بي بي سي: هبت الله زوی له اسلامه نه بلکه د ځان له مشروعیته فدا کړ

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: د بي بي سي فارسي برخې اوس اوس په يو مطلب کې په هلمند کې د هبت الله د ۲۲ کلن زوی د ځانمرګي برید په اړه نوي معلومات خپاره کړي دي اوځينو سرچينو دوی ته په  دې تړاو کره معلومات په لاس کې ورکړي.

د بي بي سي له راپور سره سم:« سراج الدين حقاني د هرې ورځې په تيریدو سره کوښښ کوي په طالبانو کې خپل رسوخ ډير کړي خو هبت الله له هغې ورځې چې د طالبانو مشر شوی دی ټولو نه دی منلی او نه داسې پياوړی دی لکه ملاعمر او اخترمحمد منصور چې پیاوړي وو.»

د بي بي سي د خبر پر بنسټ:«  هبت الله د ملاعمر او اخترمحمد منصور په څير د طالبانو په منځ کې ځای نلري او خپل زوی يي يوازې او يوازې دخپل مشروعيت په خاطر فدا کړ.»

په دې شننه کې راغلي دي:« طالبانو نور هغه پخواني نه دي ځکه د دوی د مشرانو تر منځ ستونزې شته دي او ډيره وړه خبره ژر رسنیو ته راوزي حال دا چې پخوا به ډيرې غټې خبرې هم د باندې نه راوتې ولې اوس وينو چې ټول خلک د طالبانو او روسانو په اړيکو خبر دي.»

په لیکنه کې راغلي دي:« د ډيرو طالبانو پلرونه او نيکوه له روسانو سره په جګړه پاتې شوي، ځينې پکې وژل شوي او ځينې پکې ټپیان شوي دي ان تر دې چې اوس هم د روسانو په اړه د سره کافر خبره د  ډيرو به خولو ده نو همدا برني لاملونه دي چې له روسيي سره د هبت الله په اړيکو هيڅ طالب خوښ نه دی.»

په لیکنه کې يو بل مهم ټکي ته چې اشاره شوې هغه د طالبانو په لیکو کې د خلکو نه لېوالتيا ده:« طالبان لکه څنګه چې په افغانستان کې له افغان ځواکونو سره په سخته جګړه کې ښکيل دي  بل لوري ته په خپل منځ کې هم په سخته نښته کې هم ښکيل دي او په ډيرې سختۍ اوس کولای شي يوکس قانع کړي چې ددې ډلې په خاطر وسله پورته کړي.»

په لیکنه کې راغلي دي:« ډير لاهم دا فکر کوي چې طالبانو په پاکستان، دوحه،اسلام آباد، کراچۍ اونورو سیمو کې خپلې کورنۍ او بچيان خوندي ځایونو ته استولي دي خو د نورو کم سنه بچيان تر مغز وينځنې وروسته  د توپ خولې ته برابروي همدا تصور هم ددې لامل شو چې هبت الله د زوی په وژلو دا تصور بدل کړي او د طالبانو په دې شته مشرانو کې ځان تر سراج الدين، مولوي یعقوب او دې نورو هم پياوړی او ژمن وښيي.»

خو که چیرته دا مبهم برید په رښتيا تاييد شي او طالبان په خپلو اسنادو سره ولس قانع کړای شونې ده دا به لومړی وار وي چې طالبان د خپل مشروعيت په خاطر اوس له دومره لوی چلنج سره مخ شوي دي چې ان د خپلې کورنۍ غړي پکې قرباني کوي حال دا چې پخوا داسې نه وو ډيرو به طالبان پرته له دې چې پوی شي چې دوی څه کوي يا څه غواړي يوه  اسلامي ډله بلله.

د لیکنې ټول جاج چې تر ډيره په طالباني مشروعيت راڅرخي ډيرې داسې موضوعګانې پکې يادې شوي دي چې په لرو پرتو سيمو کې يي اوس هر عادي افغان درک کوي او ډيرو طالبانو هم اوس درک کړې چې د پخوا په څير نه ورته خلک له زړه ډوډۍ ورکوي او نه په ډلو ډلو تنکي ځوانان ددوی ليکو ته ورځي ځکه ډيری افغانان وايي چې له پروني دښمن سره د طالب ننۍ دوستي داسې ده لکه پر افغان تاريخ او قربانيو چې ملنډې وهي.

بلخوا په لرو پرتو سيمو کې د طالبانو ډيری قومندان چې نن سبا د کانونو په چور تالان، نشه يي توکو په قاچاق، سړي تښتونو او نورو وحشتونو کې لاس لري له ورايه ددې ښودنه کوي چې طالبانو ته اوس هغه پخوانۍ چندي او د عربي مړۍ بنډلې نه را رسیږي او د دوی ډيری قومندانان جګړه يوازې او يوازې ددې لپاره کوي چې ژوند پرې وکړي يآنې روانه تپل شوې جګړه طالبانو ته د عايد يوه برخه ګرځيدلې.

په روان کال کې په پروان، کندز، لوګر، کندهار او د هلمند په ډيرو برخو کې طالبانو څو ځلې يو بل د عشر پر سر سره وژلي دي چې همداددې ښودنه کوي چې طالبان د پيسو لپاره جګړه کوي.

بل لوري ته د طالبانو په اړه عامه کرکه ددې له امله ده چې دوی د پاکستان او روسيي تر څنګ د ایران ګټو ته هم ژمن دي او تر ډيره په لويديځ او سويل کې بيخ بینايي پروژې، بندونه،سړکونه او نور تاسيسات دا ډله د دوی د زاهدان د دفتر په امر يوازې او يوازې د ایران لپاره له منځه وړي.

خو شنونکي څو پوښتنې کوي:« آيا هبت الله له زړه خپل زوی ته اجازه ورکړې؟ آيا ددې کار پریکړه هبت الله کړې کنه دده په غياب کې استخباراتي کړۍ کړې او بیا ته اورول شوې او ده يوازې د هو په پلمه سرخوځولی دی؟ ځکه چې طالبان په ډيرو مواردو کې بريدګر چې برید ته تياروي د جي اچ پي په نوم درمل پرې خوري او بريدګر هيڅکله تصميم نشي نيولی بلکه د يو انساني روبات په توګه د نورو اشارې ورته ښې ښکاري.»

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply