بوکو حرام نورې ښځې او ماشومان ازاد کړل

comments 0

هندوکش:نایجریا ۱۴۹ نورې ښځې او ماشومان له بوکو حرم ازاد کړل.

د نایجریا پوځ وايي په دغو ازاد کړی شویو کې ۵۴ ښځې او ۹۵ ماشومان دي.

هغه زیاته کړه چې دغه کسان يې پر بوکو حرم ډلې د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې ازاد کړي دي.

په عملیاتو کې یې د دغې ډلې درې تنه وژلي او یو شمیر نور یې ټپیان کړي هم دي.

بوکو حرم سخت دریځې ډلې څو کلونه وړاندې سلګونه ښځینه زدکوونکې برمته کړې وې چې زیات شمیر یې خوشې کړي او کم شمیر اوس هم پاتې دي.

Comments