بوسنیا کې قاچاق په تور شپږ افغانان نیول شوي دي

comments 0

هندوکش – بوسنیا: بوسنیایي رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې، د امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د انساني قاچاق په تور شپږ افغانان نیول شوي دي.
د دې هېواد د بهرنیو چارو ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې د پیښې پخلې کړې او ویلي، پنځه افغان کډوال د ترهګرۍ او شپږم یې د انساني قاچاق او د منظمونو جرمونو د تړاو په شک توقیف شوي دي.
دغې ادارې نیول شوي افغانان چې عمرونه یې د ۲۲ او ۳۴ کلونو ترمنځ ښودلي، د دې هېواد عامه نظم اوامنیت ته ګواښ بللی او ویلي یې دي چې بېرته به یې له هېواده وباسي.
له تېر ۲۰۱۸ میلادي کال راهیسې چې هنګري او صربیا د کډوالو او پناه غوښتوکو پرمخ خپلې پولې تړلې، نو ګڼ شمېر کډوال چې ډېری یې د افغانستان، پاکستان، عراق اوایران اتباع دي، بوسنیا ته تللي.
محمد امان دوران

Comments