بهرنې رسنۍ: امریکې له افغانستان او پاکستان سره مرستې کمې کړي

comments 0

هندوکش – امریکا: د بهرنیو رسنیو ریپورونو پر بنسټ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، افغانستان ته په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د ملکي مرستو کچه له ۷۸۳ میلیونو څخه ۶۳۰ میلیونو ډالرو ته راکمه کړې ده.
د ډونلډ ټرمپ اداره چې د ۷۱۷ میلیاردو ډالرو بودیجې غوښتنه یې کړې وه، په کې ۵ میلیارده یې افغانستان ته د ملکي او پوځي مرستو لپاره ځانګړې شوي دي.
له دې سره امریکا پاکستان ته هم خپل ملکي او پوځي مرستې کمې کړي او دغه مرستې یې له وسله والو سره په مبارزه کې د پاکستان کړنو باندې مشروطې کړې دي.
سپینه ماڼۍ په ۲۰۱۸ م کال کې هم پاکستان ته د دوه میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي مرستې وځنډولې.
په ۲۰۱۸ م کال کې د امریکا حکومت له دوه میلیارد ډالرو څخه ۳۴۵ میلیونه ډالره یې پاکستان ته ورکړې چې ۱۳۴ یې له وسله والو سره د مبارزې او ۲۱۱ میلیونه یې اقتصادي مرستې وې.
فکور نعیمي

Comments