بهرنیو چارو وزارت: قریشي دې له غیر مسوولانه څرګندونو ډډه وکړي

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د افغانستان کورنیو چارو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي څرګندونې غندلې دي.
یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې اړه یې کابل کې د پاکستان د سفارت له لارې د پاکستان حکومت ته خپل رسمي اعتراض رسولی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته له بېلابېلو پاکستاني او بهرنیو رسنیو سره پر دې موضوع غږېدلی.
نوموړي په یوه مرکه کې ټینګار وکړ چې افغان حکومت او طالبان باید ژر تر ژره د بندیانو تبادله پيل کړي، او اورکم باید دوام وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، قریشي له څو ورځو راهیسې د افغانستان کورنیو چارو په اړه غږېږي، چې دا پخپله یو ډول لاسوهنه ده.
اعلامیه زیاتوي چې د سفارت له لارې د پاکستان حکومت ته په استول شوي یادښت لیک کې د ښاغلي قریشي “وروستۍ څرګندونې په کلکو ټکو وغندلې.”
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments