بهرني طالبان افغانستان کې د سولې مخه نیسي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سولې په وړاندې بهر میشتي طالبان خنډ دي.
برتانوي ډیلي میل ورځپاڼې د امریکا بهرنیو چارو وزیرې الیس ویلز له قوله لیکلي، هغه طالب مشران چې د سولې په وړاندې خنډونه جوړه وي له افغانستان بهر اوسیږي.
د طالب مشرانو په اړه ویل کيږي چې پاکستان کې د پوځ تر بشپړ څار لاندې ژوند کوي.
ایلس ویلز همدې ټکې ته په اشارې ویلي، پاکستان ته په کار دي چې پر طالبانو فشار زیات کړي چې د سیاسي جوړ جاړي لپاره خبرو ته غاړه کېږدي.
هغې ویلي پاکستان په دې مهمه مسله کې لوی رول لري، خو تراوسه مو د اسلام اباد له اړخه کوم ثابت او پریکنده ګام نه دی لیدلی چې اوچت شوی وي.
ټاکل شوې چې نن الیس ویلز اسلام ابد کې له پاکستاني چارواکو سره وګوري چې د بحث مهم ټکي به یې سولې خبرو ته د طالبانو کینول وي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments