بهرني استخبارات د تذکرو د ویش مخالفت کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: افغانستان کې د د نظر خاوندان وايي، هغه کسان چې د الکترونیکي تذکرو د ویش پروسې مخالفت کوي د بهرنیو استخباراتي کړیو او تروریستي ډلو لپآره کمپاین کوي.
د ملي مشارکت ګوند مشر نجیب الله کابلي وايي، د الکترونیکي تذکرو د ویش پروسې له ځنډیدو سره د ایران سپاه پاسداران او پاکستان ای ایس ای شبکې لپاره د لاسوهنو زمینه پراخېږي چې مسؤلیت به یې د همدې پروسې د مخالیفینو په غاړه وي.
له دې سره ځینې نورې سرچینې بیا وایي، بهرنیو استخباراتو په ټولنیزو رسنیو کې په جعلي ادرسونو سره قومونه په لفظي شخړه سره اچولي او د یو او بل پرضد پوسټونه کوي.
بهرنۍ کړۍ په دې سره غواړي ورونه قومونه په خپل منځ کې سره د یو بل دښمنان کړي او په ملي مسایلو کې جنجالونه راپورته کړي.
یو شمېر نور بیا د الکترونیکي تذکرو د ویش مخالفت ملي ارزښتونو ته سپکاوی بولي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply