بنګلدیش کې چاودنې 45 کسان وژلي دي

comments 0

هندوکش – بنګلدیش: د بنګلدیش ځایي رسنۍ راپور ورکوي چې د بنګلدیش په پلازمینه ډاکه کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله رامنځته شوه او اورلګېدنې هغه وخت یې زور واخیست کله چې اور د کیمیاوي توکو ګودامونو ته ورسید.

د ډاکه ځايي پولیس وایي چې په پېښه کې ۴۵ کسه وژل شوي دي خو ددې شمېر د ډېرېدو امکان شته دی، د پولیسو په خبره ددوی څېړنې تر دې دمه نه دي بشپړې شوې، خو لومړني معلومات ښيي، چې اورلګېدنه د ګازود چاودنې له امله رامنځ ته شوې او په ډېر شدت یې لمن پراخه شوې ده.

ددوی په وینا څېړنې دوام لري او په اړه به یې نور معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

محمد امان دوران

Comments