بنګلدیش غوړه لیک کې ځاځې یوځل بیا وځلید

comments 0

هندوکش – بنګلدیش: بي پي ایل سیالې چې اوسمهال په زور او شور په بنګلدیش کې روانې دي افغان کرکټ لوبغاړو ترڅنګ د بیلابیلو هیوادونو تکړه لوبغاړو هم ونډه اخیستې ده.
د بنګله دېش شپږم پړاو غوره لیګ( BPL ) سیالیو په لړکې نن په پنځمه لوبه کې د حضرت ځاځي اړوند لوبډلې ډاکه ډاینامېټس د کولنا ټېټانز لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووتل چې په دې سیالۍ کې ډاکې لوبډلې د حضرت ځاځي په غوره توپ وهنې سره بریا ترلاسه کړه.

د ډاکه ډاینامېټس لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي تر ټولو ډېرې( ۵۷) منډې جوړې کړې همداراز کیرن پولارډ هم ( ۲۷) منډې ترسره کړې.
یادی سیالي د حضرت ځاځي اړوند ډاکې لوبډلې په د (۱۰۵) منډو په توپیر وګټله د دې سیالۍ غوره لوبغاړی بیا هم افغان لوبغاړی حضرت الله ځاځی وتاکل شو
د یادونې وړده چې له دې وړاندې هم حضرت الله ځاځي په لومړۍ سیالۍ کې نیمه سلیزه وهلې وه او د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی و.
آرش احساس

Comments