بلېنکن یو لیک طالبانو ته هم استولی، څه پکې راغلي؟ تحلیلي راپور:

comments 0

هندوکش ـــ قطر: د قطر دفتر یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط هندوکش خبري اژانس ته وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن یو لیک طالبانو ته هم استولی دی، سرچینه وايي طالبانو د ښاغلي بلېنکن دغه لیک د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نه د دواړو لوریو د لیدنې پر مهال تر لاسه کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر ماښام د هغه لیک متن رسنیز شو، چې بلېنکن د زلمي خلیلزاد په لاس افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته استولی و.
طالبانو ته د بلېنکن لخوا په استول شوي لیک کې څه راغلي؟
د قطر دفتر یاده سرچینه وايي چې په دغه لیک کې طالبان په ځینو هغو کارونو مکلف شوي، چې یادې ډلې یې لدې وړاندې له منلو انکار کړی و.« د ښاغلي بلېنکن لیک بیخي ډېر په توندو ادبیاتو لیکل شوی، ژبه او ادبیات یې امرانه او سخت دي، دغه لیک کې د اسلامي امارت مشرانو ته ویل شوي چې، د سولې په خبرو کې روان بندبست ژر تر ژره پای ته ورسوئ، نورو هېوادونو ته د سفرونو پر ځای د سولې پر مېز کېنئ، د ۹۰ ورځو لپاره چې درې میاشتې کیږي د تاوتریخوالي د کچې د کمولو عملي او منونکی اقدام وکړئ، بالاخره بشپړ او دایمي اوربند ته لاره هواره کړئ.»
سرچینه زیاتوي چې په لیک کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له تړون وروسته د طالبانو لخوا پر شویو ژمنو هم تبصره شوې ده.« ده(د امریکا د بهرنیو چارو وزیر) په یو اړخیزه توګه پر طالبانو انتقادونه کړي، طالبان یې تورن کړي، چې پر خپلو ژمنو یې عمل ندی کړی، له القاعده شبکې سره د طالبانو د اړیکو په اړه د اسلامي امارات نه وضاحت غوښتل شوی، د حقاني او داعش د ګډو عملیاتو ادعا هم شوې ده، په افغانستان کې یې د روانو هدفي وژنو په اړه سخته غوسه څرګنده کړې او په امرانه لهجه یې ویلي، هدفي وژنې بندې کړئ! نوموړي د خوشي شویو ۵۰۰۰ زره طالب بندیانو معلومات غوښتي، تر څو واضح کړي چې دوی خو به جکړې ته نه وي تللي، بهرنیو هېوادونو ته د طالبانو د سفرونو په اړه هم خواشیني څرګنده شوې ده، بلخصوص یې د روسي او ایراني چارواکو سره د طالبانو په پټو خبرو شک ښودلی، او ویلي یې دي، چې دا ډول سفرونو امریکا پر طالبانو بې باوره کړې ده.)
دغه طالب سرچینه زیاتوي چې لیک کې د افغان سولې لپاره په راتلونکو اقداماتو هم خبرې شوي، چې د دواړو لوریو د لوړې کچې خلک به د ملګرو ملتونو تر رول او نظارت لاندې په ترکیه کې غونډه جوړوي او هلته به د ډېرو نورو مسائلو تر څنګ پدې هم خبرې کیږي، چې څنګه طالبان د افغانستان د حکومت برخه وګرځي؟(ښاغلي بلېنکن موږ ته لیکلي، د امریکا د تېرې ادارې برخورد، طالبانو ته یو لړ دروغجنې هیلې ور کړې وې، تاسو طالبان اوس هم پدې فکر یئ، چې موږ به د افغانستان د حکومت ټولې چارې په لاس کې اخلو، خو داسې نده، په افغانستان کې مشارکتي حکومت روان جنجالونه پای ته رسولی شي، د افغانستان په نظام کې هغه وخت ټول طرفونه خپل ځان لیدلی شي، چې ټاکنې وي، په تېرو شلو کلونو کې په دغه هېواد کې د امریکا د متحده ایالاتو مستقیمه تجربه موږ ته دا را زده کوي، چې جمهوریت او ټاکنې د افغانستان د ټولو ستونزو یواځینۍ حل لاره ده، ممکن راتلونکي کې د ملګرو ملتونو په مدیریت په افغانستان کې د رڼو او شفافو ټاکنو زمینه مساعده شي او دا طالبان د پایداره سولې لپاره مجبور دي ټاکنې ومني.)
اخو په امریکا کې مېشت هاشم وحدت یار چې د افغان سولې پروسه له نېږدې څاري او د امریکا په څېړنیزو مرکزونو کې ویناوې کوي، وايي چې امریکا د افغان سولې او په افغانستان کې د یو جمهوري نظام د ټینګښت لپاره مجبوره ده، پر طالبانو له بل هر چا ډېر فشار را وړي.
نوموړی زیاتوي:« دا طالبان دي، چې جګړه نه بندوي، د القاعده سره لا هم اړیکې ساتي، د امریکا رقیبو هېوادونو ته له شک ډک سفرونه کوي، د جمهوري نظام منلو او ټاکنو کې برخې اخیستو ته چمتو ندي، هغه ټاکنې چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې ور باندې میلیاردونه ډالر سرمایه ګذاري کړې ده، امریکا د جمهوري نظامونو سر لارې ده، هغه به د دې هر څه د منلو لپاره مجبوره وي پر طالبانو سخت ډیپلوماټیک فشارونه وارد کړي، طالبان هم مجبور دي، ټاکنې او جمهوریت ومني، د دې په څنګ کې هغه بنسټونه چې په تېرو شلو کلونو کې په سختې مالي او ځاني قربانۍ جوړ شوي هم باید ومني، ځکه د افغانانو او نړیوالې ټولنې ټینګار پر همدې دی.»
عزت تبیان

Comments