بلک هاک الوتکې افغان ځواکونه په ځان باوري کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ملي دفاع وزارت وایي، امریکا متحده ایالات به تر ۲۰۱۹ کال پورې ۱۵۹ بلک هاک او پرمختللې کشفي الوتکې ورکړي چې ورسره سم به افغان هوایي ځواک لا پیاوړی شي.
افغانستان کې کارپوهان باور لري چې بلک هاک الوتکې پرمختللی سیسټم لري او په اسانه کولی شي چې د جګړې په مهال ټاکلي موخې په نښه کړي.
بهرنیو ځواکونو د وسلوالو ډلو پر وړاندې جګړه کې له بیلابیلو جنګي الوتکو کار واخیست چې یو هم بلک هاک الوتکې وي.
متحده ایالاتو په لومړي ځل افغان ځواکونو ته بلک هاک الوتکې ورکړې چې ورسره سم هغه اندېښنې راکمې شوي چې په هوایي برخه کې وې.
سیاسي شنونکی عمر ساپی او د مشرانو جرګې غړی ګل احمد اعظمي وايي، چې بلک هاک الوتکې پرمختللی سیسټم لري او د جګړې په برخه کې به د مخالفو وسلوالو ډلو په ماتې او افغان ځواکونو په بریا کې مرسته وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply