بلوچستان کې شپږ پاکستاني عسکر وژل شوي

comments 0

هندوکش – پاکستان: بلوچستان ایالت کې تېره شپه ناوخته د پاکستاني عسکرو پر یوه پوسته برید کې شپږ عسکر وژل شوي دي. چارواکو منلې ده چې په دې برید کې یې شپږ سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. یو پولیس چارواکي کبیر زرکون خبریالانو ته ویلي چې له برید وروسته وسله وال د پېښې له ځایه په تېښتې بریالي شوي، مړي او ټپیان د سنجاوۍ روغتون ته وړل شوي دي. هغه زیاته کړې چې د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی. نوموړي زیاته کړې چې له برید وروسته امنیتي ځواکونه سیمه ته رسېدلي او خپلې پلټنې یې پیل کړې دي. د یاد برید پړه د پاکستاني طالبانو تحریک پر غاړه اخیستې او د ورته نورو بریدونو ګواښونه یې هم کړي دي.
دادان وزیري

Comments