بلخ کې څلور وسله وال غله ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ بلخ: د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د مزارشریف ښار په اړوند سیمو کې څلور وسله وال حرفوي غله د بېلابېلو قضیو په ځانګړې توګه د چپاولګرۍ، زورواکۍ او د عامه او نظم د اخلال په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د مزارشریف ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د یو لړ او پراتیفي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه یو میل تفنګچه، یو قبضه برچه او یو عراده جعلي پلېټ لرونکی موټر هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې کسانو نسبتي دوسیې د لازیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.
عاطفه مصمم

Comments