بلخ کې ځینې خلک وچکالۍ کډوال کړي

comments 0

850 Views

هندوکش – بلخ:د بلخ په ځینو سیمو کې د وچکالۍ له امله فصلونه وچ شوي او آن اوس په يو شمېر ولسواليو کې د څښلو اوبه هم نه پيدا کېږي.
د بلخ په یو شمېر سیمو کې کروندګر د مرستو غوښتنه کوي او که څوک یې لاسنیوی و نه کړي، اړ دي چې له سیمو کډې بار کړي.
په ورته وخت کې د بلخ د اوبو حوزې مسولين سږنی کال د اوبو د کمښت له اړخه خطرناک بولي.
له دې سره د کرنې وزارت وایي، د وچکالۍ له خطر سره مخ سیمو کې به مرستې وکړي، خو دوی دومره مرستې نه لري چې ټولو سیمو ته رسیدګي وکړي.
د وچکالۍ سیمو د خلکو د لاسنیوي لپاره سل میلیونه ډالر اټکل شوي چې افغان حکومت یې اوس په لاس کې نه لري، خو د کرنې وزارت وایي، لومړني اسانتیاوې به ورته برابرې کړي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments