بلخ کې وضعیت عادي دی

comments 0

هندوکش – بلخ: بلخ کې نوی امنيه قومندان د ټاکل کېدو پر سر له رامنځته شوې جګړې يوه ورځ وروسته د ښار وضعيت عادي وو.

هلته د امنيتي وضعيت د ارزونې په موخه د دفاع او کورنيو چارو سرپرست وزيرانو سفر کړی وو او د بلخ د ملکي او امنيتي چارواکو سره د ليدنې تر څنګ يې له مخکیني والي عطامحمد نور سره هم کتلي دي.

د دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد بلخ ولايت مقام کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې سياسيون دې د امنيتي سکتور په چارو کې لاسوهنه نه کوي.

دا جنجال وروسته له هغې پيل شو چې عطامحمد نور د نوي امنیه قومندان رقیب مبارزه په ټاکنه باندې غبرګون وښود او دا یې لاسوهنه او د هوکړې خلاف یاد کړ.

خو افغان ځواکونه په پوره جرت امنیه قومندان معرفي کړ.

نجیبه سروري

Comments