بلخ کې وسله والې ډلې ۱۳ تنه ملکي وګړي په ډزو وژلي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – بلخ: د وسله والو طالبان په یو برید کې ۱۳ تنه هغه ملکي وګړي په دزو وژل شوي دي چې ډودئ ته ناست وو.
ولسي جرګې کې د بلخ استازې ګلالې نور ساپې وایي چې دغه کسان جومات کې وژل شوي دي چې د نوموړي په وینا وژل شويو کسانو په امنیتي ارګانونه کې دنده نه لرله، په سيمه ييزو پولیسو کې شامل نه وو او نه هم د سیمي د پاڅونکونکو له ډلې سره وو.
د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند شیرجان درانی وايي چې دغې پېښي په اړه راپور دوی ته نه دی رسېدلی خو په وینا یې په سیمه کې نښتې شوي چې پولیسو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.
نور محمد فیض د بلخ د حوزوي ابن سینا روغتون سرطبیب وایي، دوی ته مازدیګر مهال د ۱۳ کسانو مړي ور وړل شوي چې ټول په ګولیو ویشتل شوي دي.
کومه سیمه چې پیښه پکې منځته راغلې ده له مرکز مزار شريف څخه شاخوا ۷۰ کیلومتره لرې پرته ده.
داسې ویل کیږي چې چمتال د بلخ ولایت يوه تر ټولو نا امنه ولسوالۍ ده چې يو شمېر سیمې يې د دولت مخالفیو وسله والو تر کنټرول لاندې دي. دغې ولسوالۍ کې درې میاشتي وړاندي هم د بلخ د والي عطامحمد نور په مشرۍ د وسله والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات ترسره شوي وو چې اوس ترهګرو دغه ولایت کې زور آخیستې ده.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply