بلخ کې نښتې شوي

comments 0

هندوکش – بلخ: د بلخ ولايت په چمتال، چهاربولک او بلخ ولسواليو کې تازه نښتې شوي
بلخ ولايت کې سيمه ييز چارواکي وايي، چې تېره شپه د دغه ولايت د چمتال، چهاربولک او بلخ ولسواليو پر يو شمېر امنيتي پوستو طالبانو بريدونه کړي دي
د بلخ د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر عبدالرزاق قادري وويل چې تېر ماښام يوه ډله وسله والو د چمتال ولسوالۍ د ينګي کلا کلي پر امنيتي پوستې ډله ييز بريد وکړ، چې په پايله کې يې د حاجي عبدالرزاق په نوم د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان هم ووژل شو
د بلخ د امنيت آمر همدا راز وايي چې بيګاه د شپې ناوخته وسله والو طالبانو د چهاربولک ولسوالۍ د ګورتېپې کلي پر پوستې هم بريد وکړ، چې د امنيتي ځواکونو له شديد مقاومت سره مخ شول.
نوموړی وايي، چې تېر مازيګر افغان ځواکونه د عملياتو پر مهال د بلخ ولسوالۍ په شرشرک کلي کې له طالبانو سره په نښته واوښتل، چې د شپې تر ناوخته يې دوام درلود.
هغه زياتوي، چې د دوی د مالوماتو له مخې په يادو نښتو کې ۴ طالبان او د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وژل شوي دي.
عاطفه مصمم

Comments