بلخ کې میرمنو ته سواد زده کړل ورکول شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – بلخ: بلخ کې شاوخوا زر میرمنې د سواد زده کړې له نهه میاشتنۍ دورې فارغې شوې.
د هوساینې نړیوالې موسسې مسولین وايي چې په دغه لړۍ کې ډېری د جګړه ځپلو سیمو میرمنې تر پوښښ لاندې نیول شوې وې.
د بلخ د پوهنې ریاست وایي، د تېر کال په پرتله یې سږ کال پنځه ویشت سلنه زیاتو میرمنو ته سواد زده کړې کورسونه برابر کړي و..
تېر کال بلخ کې پنځلس زره میرمنو سواد زده کړو مرکزونو ته مراجعه کړې وه او فارغ شوي، خو سږ کال دا شمېره یوویشت زرو ته رسیږي.
د بلخ د پوهنې ریاست وایي، بلخ کې زیاتې میرمنې لیوالتیا ښيي چې د سواد لپاره مرکزونو ته مراجعه وکړي، خو دوی له امکاناتو سره سمې میرمنې جذبوي او زده کړې ورکوي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply