بلخ کې طالبانو ۱۰تنه ملکي وګړي وژلي دي

comments 0

هندوکش ــ بلخ: د بلخ ولایت ځايي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو د یادولایت شولګرې ولسوالۍ نهر سرخ له کلي څخه ۱۰تنه ملکي وګړي له ځان سره لومړی بیولي دي او وروسته یې وژلي دي.
چارواکي وایي، طالبان د سولې ملي پروسې ته ژمن نه دي او د خپل ولس هیلو ته هیڅ درناوی نه لري.
په ورته وخت کې د بلخ اوسیدونکي وایي، که طالبان د ملکي وګړو له وژلو لاس وانخلي په وړاندې به یې راپورته شي.
عاطفه مصمم

Comments