بلخ کې د وسلوالو طالبانو موټر بم برید کې ۴۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

comments 0

هندوکش ـ بلخ: د بلخ امنیتي چارواکي وایي، چې کومانډو ځواکونو هغه موټر بم برید چې خپل کړي هدف ته ورسیږي تر رسېدو مخکې خنثی کړ، چې غوښتل یې د کومانډو ځواکونه قرارګاه ته ننوځي او هلته ځاتنه چاودنه ورکړي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان هیبت الله علیزي د پېښې په ځای کې خبریالانو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې برید کوونکي غوښتل د کومانډو ځواکونو قرارګاه ته ننوځي، چې د زړورو ځواکونو له لوري وپېژندل شو او ځای پر ځای وویشتل شو، خو په دې چاودنه کې د یو تن کومانډو وژل شوی او نور د پېښې ټول قربانیان د شاوخوا سیمو ملکیان دي: «زموږ یو کومانډو عسکر شهید شوی او شپږ تنه نور ټپیان دي. همداراز په دې پېښه کې ۳ ملکیان شهیدان دي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.»
وسلوال طالبان دغه برید داسې مهال کې کوي چې له امریکا سره د طالبانو د هوکړې ټول اصول یې منلې چې پر لویو پوځي مرکزونو به بریدونه نه کوي، خو افغان حکومت پرلپسې طالبان له دغې هوکړې په سرغړونې تورن کړي او په وینا یې، طالبان سولې ته ژمن نه دي.
د یاد برید مسؤلیت وسلوالو طالبانو په غاړه اخیستی دی.
عاطفه مصمم

Comments