بلخ کې د ملکي تلفاتو ګراف لوړ شوی

comments 0

هندوکش – بلخ: بلخ کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د تېر کال په پرتله په جګړو کې د ملکي وګړو تلفات زیات شوي چې زیاته برخه یې د طالبانو له لوري ده.
بلخ کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون کمیشنره قدیره یزدانپرست د تلفاتو دقیق شمېر نه وایي، خو انديښنه ښيي چې تلفات لوړ دي.
شمال کې د بشري حقونو د کمیسیون مشر سید محمد سامع وايي، جګړه کې د وژل شویو کورنیو ماشومانو ته نه پاملرنه بیا بله لویه ستونزه ده چې ماشومان یې له زده کړو پاتې کړي او درانه کارونه کوي.
د مالوماتو په اساس د بلخ او شاوخوا ولایتونو په سیمو کې طالبان د خلکو له کورونو د سنګر په توګه کار اخلي او د جګړو پرمهال په ملکي وګړو هیڅ رحم نه کوي.
نجیبه سروري

Comments

Leave a Reply